Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني: هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره شرایط برابر شوي

ولسمشر اشرف غني وايي چې د سولې لپاره ملي، سیمه ییز، اسلامي او بین المللي شرایط برابر شوي او په دې برخه کې شته محدودیتونه له منځه تللي. هغه په ټینګار سره وویل، د سولې مشورتي لویه جرګه به د سولې حدود او جهت واضح او بحث متمرکز کړي. 

ولسمشر غني چې نن له غرمې مخکې د لویې جرګې خېمې تالار لیدو ته تللی و وویل موږ د واحد او منسجم ملت په توګه خپل مسایل تل د جرګو او مشورو له لارې حل کړي او دغې لارې ته دوام ورکوو. 

ښاغلي غني په دې اړه وویل:«د سولې لپاره ملي، سیمه ییز، اسلامي او بین المللي شرایط برابر شوي او په دې برخه کې شته محدودیتونه له منځه تللي. هغه په ټینګار سره وویل، د سولې مشورتي لویه جرګه به د سولې حدود او جهت واضح او بحث متمرکز کړي.»

ولسمشر څرګنده کړه، د سولې مشورتي لویه جرګه به ځکه ځانګړې وي، چې د ټولو ولایتونو، ولسوالیو او اقشار او استازي په کې ګډون لري او هر استازی باید داسې وګڼي چې د ټول هېواد استازیتوب کوي. 

اشرف غني په دې اړه څرګنده کړه:«سوله یو خوب و، چې کله کله به یې یادونه کېده، مګر داسې نه احساسېده چې راتلونکې ده او یا به یې موږ په ژوند کې وګورو، مګر په تېرو دوه کالو کې سوله له حاشیې متن ته راغلې او هر افغان د سولې په اړه فکر کوي.»

ولسمشر د سولې په اړوند مسایلو کې د ښځو ونډې ته په اشارې سره وویل چې د دغه غونډې دېرش سلنه ګډون کوونکي به مېرمنې وي او له هغوی تمه کېږي چې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړي.

شریک یي کړئ