ولسمشر غني د بې وزله هېوادوالو د شمېر زیاتوالی د شرم وړ بولي. دی وايي چې هېواد کې د بېوزلۍ کچې زیاتوالی لامل شوي چې ټیکاو رامنځته نشي.
دی وړاندې وايي:«کله چې بېوزلي له پنځوس سلنې زیات شي، ټولنه به څنګه ټیکاو ته ورسیږي؟ فقر د ټیکاو دښمن دی.»
دا په داسې حال کې ده چې یکشنبې( د غويي۱۶مه) د احصايي ادارې افغانستان کې د بېوزلۍ کچې په اړه د خپلې څېړنې پایلې اعلان کړې.
د دې څېړنې له مخې د افغانستان ۵۴ سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د څېړنې له مخې هغه کسان چې د ورځې له سلو افغانیو لږ عاید ولري ژوند یې د بې وزلې له کرښې لاندې دی.
دې بنسټ دا څیړنې دوه کاله مخکې کړې او ښايي د هغو کسانو شمېر زیات شي چې د بې وزلۍ له کرښې لاندې ژوند کوي.
که څه هم ولسمشر په دې وروستیو کې ویلي وو، ۳ میلیونه هېوادوالو ته کار پیدا کوي، خو بیا هم د بې وزله کسانو تازه راوتلې شمېرې د شرم وړ بولي.
له دې سره ځینې بې وزله کورنۍ وایي، د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو وروسته یې اقتصادي حالت خراب شوی.