Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسي جرګې د اعتراضونو د پای ته رسولو لپاره طرحه چمتو کړې

د پارلمان ۳۴ غړي له حکومت او لاریون کوونکو سره د مرکچي پلاوي غړي دي، هغوی وايي چې د طرحې لاسوند یې چمتو کړی چې د هغه پر بنسټ، په امنیتي بنسټونو کې د اصلاحاتو د رامنځته کېدو سربېره،په دغو بنسټونو کې د شکمنو او پوښتنې رامنځته کوونکو کړیو په لیرې هم ټینګار کوي.

د ولسي جرګې مرکچي پلاوی وایي، له حکومت سره تر خبرو وروسته، هغه طرحه به وروستۍ کړي چې اوس پرې کار کوي او دا طرحه به د تصویب لپاره د دوشنبې پر ورځ د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي:«د امنیتي بنسټونو په کادري سیستم کې د اصلاحاتو سربېره،په امنیتي بنسټونو کې د شکمنو کسانو او د هغو کسانو په اړه چې سوال موجود وي ګوښه کول هم په دغې طرحه شامله ده.»

په همدې حال کې د دې پلاوي غړي وايي، چې په دغې طرحه کې یې د اعتراض کوونکو ‌‌ډېریو غوښتنو ته ځای کړې دی.

د پلاوي غړي زیاتوي چې د اعتراض کوونکو د قانوني غوښتنو منلو لپاره به ورسره ودرېږي.

د دغه پلاوي بل غړی عبیدالله بارکزي هم څرګنده کړه:«د قانون په چوکاټ کې، هغه غوښتنې یې چې قانوني دي موږ له هغوی سره همکار یوو.»

سرچینې وایي چې ولسمشر غني له اجراییه رییس سره نن لیدلي او په دې لیدنه کې د جمعیت اسلامي او د اعتراض کوونکو د غوښتنو په اړه خبرې شوي.

ارګ او اجراییه ریاست د دې لیدنې په اړه نور جزئیات نه وړاندې کوي.

د ولسي جرګې له غړو څخه رغېدلی پلاوي،د پنجشنبې په ورځ د اعتراض کوونکو د غوښتنو له اورېدو او نوملړ کولو څخه وروسته، ټاکل شوې ده نن شپه له حکومت سره هم خبرې اترې وکړي.

شریک یي کړئ