Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ افغانستان ته د ځواکونود لېږد په اړه پرېکړه نه ده کړې

د امریکا متحده ایالاتونو د ملي امنیت سلاکار، اچ‎ار مک‎ماسټر وايي چې ولسمشر ټرمپ تر اوسه پورې افغانستان ته د امریکايي سرتېرو لیږلو په اړه پرېکړه نه ده کړې.

دی زیاتوي چې ټرمپ به د امریکا ملګرو هېوادونو سره تر سلا وروسرته دا پرېکړي.

مک‎ماسټر وړاندې ویلي:«ولسمشر خپلو متحدانو ته غوږ نیسي. د دې موکه به د ناټو او وروسته له ۷دلې هېوادونو ناسته کې برابره شي؛ تر څو راتلونکو اوونیو پورې به موږ موکه پیدا کړو چې د افغانستان، پاکستان او سیمې کې د ستونزو په اړه یوه کړنلاره جوړه کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ اداره افغانستان ته د سرتېرو لېږلو په اړه اختلاف لري.

د ولسمشر ټرمپ، زوم او لوی سلاکار، جراد کوشنر او د سپينې ماڼۍ لوی کړنلاره جوړوونکی، سټون بنان چې تر ډېره له ولسمشر سره ګوري افغانستان ته د سرتېرو لېږلو په اړه مخالفت لري. خو دفاع وزیر، جمیز مټيز او مک ماسټر چې له ټرمپ سره ډېر نشي لیدی، له دې پرېکړې سره هوکړه لري.

له بلخوا امریکا په دې آند ده چې په نړۍ کې سوریه، ایران او القاعدې ډله تاوتریوالیو ته لمن وهي.

مک ماسټر وايي:«ټرمپ به له عربو او زموږ متحد مسلمانو هېوادونو غوښتنه وکړي چې د سولې دود او له داعش، القاعدې، ایران او اسد حکومت پر وړاندې چې په نړۍ کې یې تاوتریخوالیو ته لمن وهلې ده، ګام پورته کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې اوس‎مهال افغان ځواکونه د طالبانو او نورو بهرنیو ترهګرو سره په جګړه بوخت دي.

دوه ورځې مخکې د امریکا څارګرې ادارې رئیس وویل چې افغانستان به روان کال کې لا ډېرو تاوتریخوالیو سره مخامخ وي. ده ټینګار کړی وه چې پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ناکام وه.

شریک یي کړئ