د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولسمشرۍ ماڼۍ ته داسې طرحه استوي چې د هغه پر بنسټ، راتلونکي پارلماني ټاکنې له کاغذي تذکرو په ګټنې سره ترسره کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیوه عملیاتي مرستیاله او سرپرسته وسیمه بادغیسي وايي چې دغه طرحه، نن یا سبا به ولسمشرۍ ماڼۍ ته واستول شي.
په دغې طرحه کې د رایې کاروونکو نوملړ له کاغذي تذکرو نه په ګټنې جوړېږي او د رایې کارونې پخواني کارډونه د باور وړ نه دي.
هغې په دې اړه زیاته کړه:«نن پلان لرو چې طرحه ولسمشرۍ ماڼۍ ته واستوو، خو نن یا هم سبا ولسمشرۍ ته به ورسېږي. او موږ یو وخت هم ټاکو چې د هغه پر بنسټ، ولسمشرۍ ماڼۍ خپله وروستۍ پرېکړه موږ ته ژر ووایي د دې لپاره چې وقت ضایع نهشي.»
په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله وایي ښايي پارلماني ټاکنې پر خپل وخت و نه شي.
وسیمه بادغیسي څرګنده کړه:«شونې ده چې د ټاکنو د ترسراوي په مهال وېش کې لږ تغییرات راشي؛ خو زموږ تمرکز په ۱۳۹۷ کال دی خو په دې شرط چې امکانات او اسانیاوې پر خپل وخت موږ ته ورسېږي.»
له دې ډلې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پخواني مشر نجیب الله احمدزي د ځای ناستې په ټاکلو کې د حکومت د ځنډ له کبله لا هم نیوکې کېږي.
د ولسي جرګې غړې ګلالۍ نور صافۍ په دې اړه څرګنده کړه:«له بده مرغه په ملي یووالي حکومت کې بنسټيزه ستونزه دا ده هغه بېلابېلې خواوې چې په حکومت کې ونډه لري هغوی خپل نظرونه لري او همدا د نظرونو د توپیر شتون د دې لامل کېږي چې یوه پروسه وځنډېږي.»
د پارلماني ټاکنو ترسراوي لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون لږ وخت لري او زیات کارونه یې پاتې چې باید سرته یې ورسوي.
په دې اړه مو اندونه