Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان ته سفر د ولسي جرګې د مشر لپاره یو ستر سرخوږی

د ولسي جرګې ځینې غړي د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د دغې جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي یې له خپل واک څخه په ناوړه استفادې تورن کړ او هغه ته یې د «غله» او «بې شرمه» خطاب وکړ.

خبره له دې پیل شوه چې د ولسي جرګې مشر دوې اوونۍ وړاندې د جرګې له ځینو غړو سره یوځای د یوې غونډې لپاره پاکستان ته تللی وه.خو هغه څه چې اوس ځينې استازي وايي، چې د ولسي جرګې مشر په خپلو بهرنیو سفرونو کې د خپلو همکارانو په ګمارنه کې له سلیقې کار اخلي.

په ولسي جرګه کې د کنړ د خلکو استازی صالح‎محمد صالح په دې اړه وویل:«پاکستان ته په سفر کې د کنړ او یا هم د هلمند کوم استازی به دې له ځان سره بیولی وه؛ تاسې شرم نه‎لرئ! دا چې له تاسو پوښتنه کوم هغه پیسې دې چې غلا کړې وئ(د ولسي جرګې په ملي بودیجه کې د ۵ مېلیونو افغانیو اختلاس) و دې سپارلې که نه؟»

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي وایي چې کوم غیرقانوني کار یې نه دی کړی او د کارونو په اړه یې هېوادوال ښه پرېکړه کولای شي.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:«ما نه غلا کړې او نه هم اختلاس، او نه هم خاین یم؛ د افغانستان ټول خلک دې زما په اړه پرېکړه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې دویم مرستیال وايي چې عبدالرووف ابراهیمي، تراوسه څه باندې پنځه مېلیونه پیسې چې تالاترغۍ کړي دي بېرته نه دي ورکړي.

تر دې وړاندې د ولسي جرګې مشر او جرګې د د دارالانشاء مشر باندې د فساد تور ولګاوه چې د ارزونې وروسته بیا د ولسي جرګې د دارلانشاء مشر د ځواب ویلو لپاره لویې څارنوالۍ ته معرفي شو او د جرګې مشر هم ژمنه کړې وه چې څه باندې ۵ میلیون افغانۍ پرې کړي، خو تر اوسه دا دوه موضوع ګانې تعقیب نه شوې.

شریک یي کړئ