رپوټونه رسوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د افغانستان سفیر رابللی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکي چې په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال یې د دوشنبې په ورځ د دغه دوه هېوادونو په سرحدي سیمو کې پر پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې احضار کړل شوی دی.
په خبرپاڼه کې د دوه ورځې وړاندې هغه برید ته اشاره شوې چې په هغه کې د پاکستاني پوځيانو دوه افسران په باجوړ اېجنسۍ کې وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې بریدګر د افغانستان له خاورې ورغلي او پر هغوی یې برید کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له سفیر څخه غوښتي چې کابل دې د داشان بریدونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
افغان چارواکو په ځلونو ویلي چې د دغو بریدونو مسوول هغه بلواګر دي چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړه کې پټنځایونه لري.