Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پدرام: له سولې مخکې د ټاکنو ترسراوی، د جګړې د دوام لامل کېږي

 ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالطیف پدرام وايي غوره ده چې لومړی باید له وسله‎والو طالبانو سره د سولي خبرې پایلې ته ورسېږي او وروسته ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي. 

ښاغلی پدرام په تینګار سره وايي که‎چیري ولسمشرۍ ټاکنې له وسله‎والو طالبانو سره د خبرو له پایلو مخکې تر سره شي، تر ډېره بریده شونې ده چې لنډ ‎مهاله اداره را منځته شي. 

عبداللطیف پدرام د اوسني حکومت یو له سختو منتقدینو او تر خوا یې د ریاستي نظام مخالف دی. هغه چې د یوه فډرالي حکومت د جوړېدو پلوی دی وايي، د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید د سولې خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړل شي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند عبدالطیف پدرام څرګنده کړه:«ډېرې جدي هڅې روانې دي، که‎چېرې سوله ونه شي ټاکنې به ترسره شي، خو پایله به یې همدا جګړه وي او جګړه به دوام پیدا کړي د طالبانو وسله‎وال بهیرونه به هم د خپلو جګړو په مورچلو کې پاتې شي.»

پدرام زیاته کړه:«دا په مذاکراتو پورې تړلې ده چې د طالبانو تحریک څه شرطونه وړاندې کوي، کېدای شي دوه لارې موجودې وي، یوه دا چې هوکړو او پایلې ته تر رسېدو وروسته ووايي موږ له همدې حکومت او په څرګنده نېټه د بېلګې په توګه د چنګاښ په میاشت کې راځو او په ټاکنو کې ګډون کوو،او یا هم وايي موږ له دغه حکومت سره او د دغه حکومت ترمشرۍ لاندې حاضر نه یوو په ټاکنو کې ګډون وکړو، او یا له دغه کمېسیون سره چې تاسو زموږ په نشتون کې غوره کړ حاضر نه یوو ټاکنو ته ولاړ شو ځکه چې پر دغو ټاکنیزو کمېسیونونو اعتماد نه لرو، په هغه وخت کې د لنډمهالې ادارې او یا هم لنډمهاله حکومت ته ورته بحث رامنځته شي.»

د ملي کنګرې ګوند د اجراییه کمېټې غړی قدیرساماني په دې اړه وویل:«په بشپړه توګه یوه انساني تفکر کې چې هغه تفکر د فډرال نظام رامنځته کول دي او په افغانستان کې انساني نظام دی چې وکړای شي افغانستان کې ملیتونه، هم پښتون، تاجیک او هزراه او ایماق، ازبیک، ترکمن او ټول هغه کسان چې په افغانستان کې دي او د خپل حق لپاره مبارزه کوي غواړي چې د افغانستان د بې وزله او بې‎چاره خلکو ملاتړي وي.»

ښاغلی پدرام، لیکوال، شاعر، د ملي کنګرې ګوند ريیس او د ولسي جرګې مخکنی غړی دی. هغه خپله مېرمن په خپلو ټولو سیاستونو او فرهنګي کارونه کې دخیله بولي.

هغه په ډاګه وايي:«زما مېرمن زما په سیاسي کارونو کې په لومړۍ درجه ونډه لري، له شک پرته په دې وروستیو کلونو کې چې ما سیاسي فعالیتونو کړي دي زما په برابر او حتا له ما څخه ډېره ونډه لرلې ده، حتا زما د لویو پروګرامونو په ترسراوي کې هم له فکري پوله، هم د فکر او مشورې په طرحه کې ونډه لرلې ده.»

ښاغلی پدرام تر اوسه ۱۳ لیکلي کتابونه لري. هغه د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د فارسي ژبې څخه فارغ شوی او د اسلام پېژندنې په برخه کې له فرانسې څخه ماسټري لري.

لطیف پدرام په لومړیو کې د کمونیسټي رژیم پلوی و، خو وروسته د مقاومت له ډلې سره یوځای شو او خپل ډېر عمر یې په افغانستان کې تېر کړی دی. 

شریک یي کړئ