Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر حکمتیار د بندیزونو له لیرې کولو سره د روسیې احتمالي مخالفت

                 د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د فډراسیون د ویاند له خولې لیکلي چې دغه هېواد له تور نوملړ څخه د حکمتیار د بهر کېدو بهیر درولی او د هغه څېړنه یې وخت ته اړمنه بللې ده.

اوس چې روسیه د ملګرو ملتونو له تور نوملړ څخه د حکمتیار د نوم د ایستلو په اړه د توضیحاتو غوښتونکې شوې،پر حکمتیار د بندیزونو د لیرې کولو لړۍ تر شپږو میاشتو ځنډول شوې.

د ملګروملتو د امنیت شورا یوه دایمي غړي هېواد فرانسې دوې اوونۍ مخکې پر ګلبدین حکمتیار د بندیزونو له لیرې کولو سره مخالفت وکړ، اوس د دغې شورا بل غړي روسیې هم ویلي چې د دغو بندیزونو د لیرې کولو مخالف دي.

که څه هم د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي د مسکو ددې کار لامل روښانه نه دی، خو په دې اړه یې پریکړه ځنډولې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا وویل:« روسیې د امنیت شورا له نوملړ څخه د حکمتیار د نوم د ایستلو مسله ځنډولې ده، خو مخه یې نه ده نیولې، روسیه لازیات وخت ته اړتیا لري ترڅو د هغه د نوم د ایستلو موضوع وڅېړي.

خو د هېواد یوه جهادي څېره محمد اسماعیل له طلوع نیوز سره په مرکه کې د افغانستان اوضاع ته د روسیې لېوالتیا ته په اشارې سره وايي چې دا په هېواد کې د جګړې او تباهۍ د فصل پیل دی.

داسې اندېښنې شته چې د روسیې دا کار به له حکمتیار سره د سولې هوکړه پيچلې کړي، خو مسکو له تور نوملړ څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم د ایستلو په وړاندې په مخالفت سره کومې موخې تعقیبوي؟

د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وايي:«موږ هیله لرو چې روسان زموږ له ملت څخه،له اخلاقي،انساني او سیاسي پلوه پوروړي دي او د افغانستان ویجاړېدل د پخواني شوروي غلطو سیاستونو ته چې اوس یې ځای ناستي روسان دي،هیله لرم چې هغه انساني ناورین جبران کړي نه دا چې د بل ناورین لامل شي.»

د افغانستان په مسله کې د روسیې بیا ښکېلېدل او د طالبانو او افغانستان د جګړې په اړه د چین، پاکستان او روسیې د درې اړخیزې ناستې کوربتوب، افغان حکومت اندېښمن کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل:«له دغو ډلو سره هر ډول خبرې او اړیکه نیول د افغانستان د خلکو له سلا او غوښتنې څخه د ټولو هغو قربانیو په حق کې جفا ده چې موږ په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان څخه د دفاع او د نړیوالۍ ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې ورکړي دي.»

د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ویاند حمید عزیزي څرګنده کړه:«دا د روسیې دولت یو مهلت غوښتونکی بحث دی او موږ تراوسه داسې کومه ځانګړې اندېښنه نه احساسوو.»

افغان حکومت له ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړه د ۲۰۱۶ زیږدیز کال په سپتمبر میاشت کې لاسلیک کړه او په دسمبر میاشت کې یې په یوه لیک کې د ملګروملتو له امنیت شورا د دغه ګوند پر مشر د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه.

د دغو بندیزونو لیرې کېدل د سولې له بهیر سره د حکمتیار د یو ځای کېدو لپاره یو شرط دی، خو له تور نوملړ څخه د حکمتیار د نوم د لیرې کولو په اړه وروستۍ پرېکړه به د ملګروملتو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو لخوا وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه