عبدالواسع او ۱۷ کلن زوی یې صداقت هغه کسان دي چې د سردارمحمد داوود خان پر روغتون د ترهګرو په برید کې ووژل شو.
د قربانیانو وروڼه دحکومت پر مشرانو له سختې نیوکې سره وايي چې دهېوادوالو د امینت تأمین ته هېڅ امید نهلري او همدارنګه د دغه برید د قربانیانو کورنیو ته د هغوی له خوا مرستې ته هم تمه نهلري.
د عبدالواسع زوی رفاقت وايي:«بې وروره شوم،اوس له چا سره کلپ ته ولاړ شم.بې ملګري شوم.»
عبدالواسع د سردار محمد داوود خان د روغتون کارکوونکی وه او زوی یې چې ناروغ وه په دې روغتون کې بستر وه او ټاکل شوې وه چې د شنبې په ورځ له روغتون څخه رخصت شي.
ویل کېږي چې بریدګرو عبدالواسع په ډزو سره وژلی دی خو زوی یې د دوی خونې ته د لاسي بم چاودنې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
عبدالواسع چې په کرایې کور کې اوسېږي د خپلې کورنې د اړتیاو یوازینی برابرونکی وه.
د عبدالواسع ورور عبدالعلیم په دې اړه وویل:«یوازې همدا ورور مې د کورنۍ ډوډۍ راوړونکی وه.څه پوهېږم چې دوی ته څوک ډوډۍ پيدا کوي.»
د سردار محمد داوود خان د روغتون مسؤولان وايي چې برید ګرو ډېری د سردار محمد داوود خان د روغتون کارګران او ناروغان په ډزو او لاسي بمونو سره وژلي او ټپي کړي دي.