د کورنیو چارووزارت وايي د پلچرخي زندان ته نېږدې چاودنه کې شپږو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
چاودنه نن (چهارشنبې د لړم په ۹مه نېټه) سهار کابو اووه نیمې بجې وشوه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش وايي په دې چاودنه کې دريوو پوځيانو او د ماشومانو په ګډون دریوو ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
ښاغلی دانش وايي پېښه کې د پوځیانو او ملکي کسانو په ګډون اته تنه ټپيان دي.
ویل کېږي چې د ځانمرګي بریدګر موخه د پلچرخي زندان د کارکوونکو یو موټر وه.
د برید مسوؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.