د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت (پنټاګون) وايي افغانستان کې ترهګریز بریدونه دتېر په پرتله راکم شوي دی.
د یاد بنسټ ورستیو مندنو ښودلي چې په افغانستان کې د تیر ۲۰۱۷ زیږدیز کال په پرتله ترهګریز بریدونه راکم شوي، خو کره شمېر یې نه ده بیان کړې.
د پنټاګون په راپور کې راغلي دي چې د ترهګریزو بریدونو د کموالي ترڅنګ په لیري پرتو سیمو کي امنیتي حالت خراب شوی دی.
راپور زیاته کړې ده چې د هوايي بریدونو په ډېریدو سره د ملکي کسانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.
د بنټاګون له لوري په خپاره سوي رپوټ کې راغلي چې د اپریل میاشتې له پنځلسمې د اګسټ میاشتې تر پنځلسمې پورې په افغانستان کي ۸۴۳۵بریدونه د وسلوالو ډلو له لوري ترسره شوي دي.