Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د امریکې له سیاسته د محور سیاسي بهیر تونده نیوکه

د مدني ټولنې یو شمېر غړي، سیاسي شخصیتونه او د پوهنتون استادان د «افغانستان د محور په نوم» یوه سیاسي بهیر جوړ کړی، په نننۍ غونډه کې (شنبه د وږي ۳۰ مه) په افغانستان کې د امریکې له سیاستونو څخه په کلکه نیوکه وکړه.

ښاغلی اسپنتا وایي چې، د سیمې او له ګاونديو هېوادونو سره د افغانستان ښې اړیکې د کابل او واشنګټن له ستراتيژیکو همکاریو مهمې دي.ځکه چې، امریکا د افغانستان ځمکنۍ واکمنۍ ته درناوی نه‎لري.

هغه په دې اړه وویل:«له ایران، پاکستان په ځانګړې توګه له تاجیکستان سره ملګري او نېږدېوالي، اهمیت له ښکېلا ګرو، او واکمن غوښتونکو قدرونو څخه په ځلونو ډېر دی، چې د منځني ختیځ مشروع هېوادونه یې له وینو او اور سره مخامخ کړي دي.»

په همدې حال کې د دغې غونډې یو شمېر نور ګډونوال، حکومت په خپل بهرني او کورني سیاست کې ناکامه بولي.

په ولسي جرګه کې د خلکو استازی او د محور غړی جعفر مهدوي وویل:«د افغانستان په سیاسي تاریخ کې، ښايي موږ ډېر کم په یاد ولرو چې د قومي سوري تر دې بریده ژور شوي وي.»

د نړیوالو اړیکو څېړونکی فرامرز تمنا په دې اړه څرګنده کړه:«د ملي یووالي حکومت بهرنۍ کړنې له کورني او بهرني سیاست څخه ځلانده دي.»

په غونډه کې د هغه څه یادونه هم کېږي چې د یو شمېر حکومتي کړیو لخوا د راتلونکو ټاکنو په اړه هڅې بلل کېږي.

رنګین دادفر اسپنتا زیاته کړه:«کله چې ټاکنې ونه‎شي، کله چې ټاکنو ته د مهندسۍ زمینه برابره شوي وي، د دوستانو د خبرو له تأیید سره، نو ځواب همدا دی چې خلک باید حضور پیدا کړي.»

د دې ناستې د ‎ځینو ویناوالو په اند د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو قومي مخالفتونه زیات شوي دي.

د افغانستان د نوې جبهې مرستیال صدیق پتمن په دې اړه وايي:«راشئ ټول د روښان اندو (له تبعیض) څخه توبه وکړو له تېر سره خدای په اماني وکړو او ووایوو چې بد مو کړي!که ما هم کړي بد مې کړي او که تاسو هم کړي بد مو کړي دي.»

خو دغو نیوکو ته د حکومت ځواب څه دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال وايي:«ملي یووالي حکومت په کابو درې کلونو کې د پخواني حکومت خرابیو ته ښه رسېدنه کړې ده. موږ خپل بهرنی سیاست په پنځو کړیو کې تعریف کړی چې د هغه ښه بېلګه له پاکستان څخه پرته له ګاونډیو او د نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو لرل دي.»

د افغانستان د محور په نوم بهیر چې په دې وروستیو کې د یو شمېر پخوانيو حکومتي چارواکو لخوا جوړ شوی د هېواد د اوسني کړکېچ حل لاره په سیاسي بهیرونو کې د خلکو پراخ ګډون بولي.

د محور سیاسي بهیر یو شمېر غړي حکومت نامشروع بولي او ادعا لري چې د ملي یووالي حکومت مشران له اوسه د ټاکنو د مهندسۍ په لټه کې دي.

شریک یي کړئ