Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د داعش پر ضد مبارزې د امریکا او ناټو تینګار

په افغانستان کې د امریکا د جنګي تګلارې د بدلون په درشل کې، سپینه ماڼۍ وايي چې په افغانستان کې د جګړې د بريا مانا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته دا ده چې د داعش ډلې او طالبانو د فعالیتونو له امله ګواښونه کم شي.

په همدې حال کې د امریکا د ملي دفاع وزیر جېمز متیس ټینګار کوي که‎څه هم داعش په افغانستان کې کلک ګوزارونه خوړي او القاعده ډله په دغه هېواد کې د بریدونو توان نه‎لري، خو واشنګټن تراوسه هم په افغانستان کې له یوه هوډمن دښمن سره مخامخ دی.

د امریکا د دفاع وزیر جېمزمتیس په کوپنهاګ ښار کې د ډنمارک له لومړي وزیر سره په کتنه کې وايي امریکايي ځواکونه په افغانستان کې له سخت دښمن سره مخامخ دي خو دغو ځواکونو دښمن ته کلک ګوزار ورکړی دی.

نوموړی وايي په افغانستان کې داعش او القاعده ډلې د ماتې په حال کې دي.

ښاغلي متیس زیاته کړه:« موږ په افغانستان کې د یوه هوډمن دښمن په وړاندې جنګېږو، هماغه شان مې چې وویل داعش ډله په شاتمبول شوې، القاعده په افغانستان کې د بریدونو توان نه‎لري، د ولسمشر غني او اجرایيه رییس عبدالله په مشرۍ حکومت خلکو ته د کار کولو لپاره ځواب ویلو ته ژمن دی.»

د ډنمارک لومړي وزیر لاس لوواکي راسمیوسن هم څرګنده کړه:«له توندلارې او اسلامي ترهګرۍ سره جګړه هماغه شان چې ستاسو لپاره مهمه ده زموږ لپاره هم ارزښت لري او له همدې امله موږ تراوسه هم په افغانستان کې یو.»

جیمزمتیس د داعش د خراسان څانګې د مشر شیخ حسیب لوګري وژل کېدل یو بریالیتوب بولي.

هغه په ډاګه کړه:« په افغانستان کې دښمن له درېیو، دوې برخې توان له لاسه ورکړی، تېره اوونۍ ولسمشر غني د داعش د خراسان څانګې د مشر مړینه اعلان کړه، له دې امله موږ د داعش پرخلاف مبارزه کې د دوی د مشر په وژلو سره دې ډلې ته د پام وړ ګوزار ورکړ.»

له بلخوا سپينه ماڼۍ ټینګار کوي په افغانستان کې د واشنګټن پر جنګي تګلارې له سره کتنې موخه له ترهګرۍ سره په جګړه کې له بري څخه ډاډ ترلاسه کول دي.

د سپنې ماڼۍ ویاند شان اسپایسر ویلي:« په افغانستان کې زموږ اصلي موخه دا ده چې له دغه هېواد پر امریکا او د هغې پر متحدینو د برید لپاره د ترهګرو د امن پټنځای په توګه ونه کارول شي، دا اصلي موخه ده.»

ټاکل شوې د ټرمپ پوځي او سیاسي سلاکاران په راتلونکې اوونۍ کې د افغانستان د جګړې بیا کتل شوې طرحه نوموړي ته وسپاري چې ویل کېږي په افغانسان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر زیاتوالی هم په‎کې شامل دی.

ټاکل شوې ولسمشر ټرمپ په بروکسل کې د ناټو په غونډه کې له ګډونه مخکې چې د مې په ۲۵ نېټه جوړېږي د افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړي.

شریک یي کړئ