Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بدخشان کې د آی اس آی ۵ تنه کارکوونکي نیول شوي

د پاکستان د پوځي څارګرې ادارې ۵ تنه کارکوونکي چې ظاهراً ځانونه یې ډاکټران معرفي کړي وو په بدخشان ولایت کې د امنیتي ادارو له خوا نیول شوي دي.

د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې دغه کسان دوه سړي او درې مېرمنې دي او له څو کلونو راهیسې د بهارک او کشم ولسوالیو په روغتونونو کې یې کار کاوه.

له دې سره په ورته وخت کې د بدخشان د عامې روغتیا ریاست د دې پخلی کوي چې دغه سړي او ښځې د ډاکټرۍ هېڅ سند نه‎لري.

د بدخشان د پولیسو په وینا دغو کسانو له څو میاشتو راهیسې د سپينو چپنو په اغوستو سره په بهارک او کشم ولسوالیو کې د ناروغانو د درملنې په پلمه د پاکستان د استخباراتي سازمان لپاره جاسوسي کوله.

د بدخشان امنیه قومندان غلام سخي غفوري په دې اړه ټينګار وکړ: "زموږ مالومات د دې ښودنه کوي چې دغو کسانو د ډاکټرانو تر نامه لاندې، ځينې اطلاعات یې د پاکستان له پوځي څارګرې ادارې سره شریکول او موږ هغوی د ملي امنیت د عمومي ریاست له همکارۍ سره ونیول او څارنوالۍ ته مو وسپارل".

له بلخوا د بدخشان د عامې روغتیا ریاست وايي چې دا کسان په ناقانونه توګه افغانستان ته راغلي دي.

د بدخشان د عامې روغیتا رئیس داکټر نور خاوري په دې اړه څرګنده کړه: " موږ په کشم او بهارک ولسوالیو کې څو تنه پاکستاني ونیول او دوی هېڅ سند نه‎لري،بلکې د ډاکټرۍ په تړاو هېڅ سند نه لري او نه هم روغتیا پالان دي او نه هم ډاکټران".

د بدخشان ولایت یو شمېر اوسېدونکي په دې اړه اندېښنه څرګندوي.

د بدخشان یو تن اوسېدونکي اسدالله په دې اړه وویل: "موږ اندېښمن یوو چې د دغه ډاکټرانو په شان ډېری کسان شته چې د داکټر تر نامه لاندې د ګاونډیو هېوادونو لپاره کار کوي؛موږ له حکومت څخه غواړو چې د دغو کسانو مخه ونیسي".

د پاکستان د پوځي استخباراتو سازمان تل د افغانستان په تاوتریخوالیو کې په لاسوهنې تورن دی، دا د دې لامل شوې چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې تل له هسکو ټیټو سره مخامخ وي.

د پاکستان د پوځي څارګرې ادارې ۵ تنه کارکوونکي چې ظاهراً ځانونه یې ډاکټران معرفي کړي وو په بدخشان و

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه