Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۷۰ امنیتي ځواکونو وژل شوي

دولتي سرچینې وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۷۰ تنه امنیتي ځواکونه د بغلان، زابل او کندهار ولایتونو کې وژل شوي دي.

له دې ډلې په بغلان کې د پولیسو یوه سرچینه وايي چې د ملي پوځ څه باندې ۳۰ او د سیمه‎ييزو پولیسو ۱۰ سرتېري د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې پر یوې پوځي اډې د طالبانو د برید په پایله کې وژل شوي دي.

د بغلان په پولیسو کې سرچینې وايي، طالبانو تېره شپه د دې ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د علاوالدین پر نظامي اډه برید وکړ چې د ملي پوځ ۳۵ او د سیمه‎ییزو پولیسو ۱۰ سرتیرو ژوند له لاسه ورکړ.

د ولسي جرګې لومړی منشي میرداد نجرابي په دې اړه وویل:«د ننه په افغانستان کې ستونزې شته د هېواد امنیتي ځواکونه باید له بهرنیو ځواکونو سره په بشپړې همغږۍ کې د داشان بریدونو مخه ونیسي.»

بل پلو زابل او کندهار هم په تېرو څلوریشتو ساعتونو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د درنو جګړو شاهد وه.

د زابل د ولایتي شورا مشر وايي، د سې شنبې په شپه د دې ولایت په مرکز کلات ښار کې طالبانو د ملي اردو پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ چې له امله یې دولس سرتېري ووژل شول او درې نور یې لادرکه شوي دي.

د زابل د ولایتي شورا رییس عطا جان حق بیان وايي:«خازي په سیمه کې طالبانو د ملي پوځ پر یوې پوستې برید وکړ، ۴۰۰ طالبان راغلي وو، زموږ سرتېرو په پرېکنده توګه دفاع وکړه او د مخالفانو مرګ ژوبله د امنیتي ځواکونو په پرتله په ځلونو زیات وو.»

اخوا د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د پولیسو قومندان وايي، طالبانو په دې ولسوالۍ کې په جازي سیمه برید وکړ چې د نښتې له امله اتلس طالبان له منځه تللي او دغه راز دیارلس پولیسو ژوند له لاسه ورکړی.

په ورته وخت کې اجراییه رییس په وروستیو ورځو کې د دولتي ځواکونو زیانونه  د اندېښنې وړ بولي.

اجرايي رییس عبدالله عبدالله څرګنده کړه:«زموږ هېوادوال په وروستیو اوونیو کې د داسې پېښو شاهدان وو چې په واقعیت سره کولای شو هغې ته ملي غمیزه ووایو.»

یو شمېر پخواني نظاميان وايي، د امنیتي مسئولینو نه پاملرنه د دې لامل شوې چې سرتېري خپله انګیزه له لاسه ورکړي او طالبان د بهرنیو استخباراتو په همکارۍ خپل بریدونه پراخ کړي.

د سیمه‎ییزو پولیسو د عمومي ریاست پخوانی مرستیال جنرال سکندراصغري وايي:«د امنیت شورا د څه لپاره ده، د امنیت شورا د دې لپاره ده چې وویني او وګوري، په امنیتي او د کابینې په غونډه کې باید دا موضوعګانې مطرحه شي.»

په تېرو څلوریشتو ساعتونو کې په کندهار، زابل، او بغلان کې له ۷۰ ډېر امنیتي ځواکونو ژوند له لاسه ورکړ او همداراز امنیتي مسئولینو پر غزني د طالبانو د بریدونو له امله له سلو ډېر د امنیتي سرتېرو د وژنې پخلی کوي.

شریک یي کړئ