Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ننګرهار ولایت کې د ۳۷ داعش وسله‎والو وژل کېدل

د ننګرهار ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې دې ولایت کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو او د بهرنیو ځواکونو بې‎پیلوټه الوتکې د بریدونو له امله ۳۷ د داعش ډلې غړي وژل شوي دي.

دا چارواکي زیاتوي چې په دې عملیاتو کې درې نور وسله‎وال ټپیان شوي هم دي.

د ننګرهار د والي ویاند، عطالله خوګیانی وايي چې له دې ډلې ۳۰ تنه د یاد ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې وژل شوي.

دی وړاندې وايي، په دې عملیاتو کې د مفتاح‎الدین په نامه د داعش ډلې یو قاضي هم وژل شوی دی.

د والي ویاند زیاتوي چې د عملیاتو په ترڅ کې ملکي کسانو او افغان سرتېرو ته زیان نه دی رسېدلی.

د ننګرهار امنیتي چارواکي هم وايي چې د هسکه‎مېنې ولسوالي کې د امریکايي ځواکونو بې‎پیلوټه الوتکې د برید له امله ۷داعش وسله‎وال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

دې چارواکو د ترسره شوي برید په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه