Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په نړۍ کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې په اړه د م.م سازمان نوی رپوټ

د ملګرو ملتونو سازمان د نړۍ په جګړه ځپلو هېوادونو له هغې ډلې یمن، سوریې، افغانستان، د مرکزي افریقا جمهوري، عراق، سوېلي سوډان او میانمار کې د ۲۰۱۷ کال په لړ کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې د ۱۰ سلنې له زیاتوالي خبر ورکوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د یوه کلني رپوت شمېرې ښيي چې له دې ډلې څه باندې ۳ زره او ۱۷۰ ماشومان په افغانستان کې مړه او ټپيان شوي دي چې د دغه لوړ شمېر مرګ ژوبلې مسوول طالبان ښودل شوي دي.

په رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې د افغان دولت د مخالفو وسله‎والو د پېچلو ځانمرګو بریدونو په پایله کې د ماشومانو په مرګ ژوبله کې ۳۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د نړۍ په جګړه ځپلو هېوادونو کې ۱۰ زره ماشومان وژل او ټپيان شوي، له هغې ډلې ۸۶۱ تنه مړه او ۲ زره او ۳۱۸ ټپيان افغان ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دجاریک، د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې په دې اړه خبریالانو ته وویل:«د ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۱۷ کال کې په ټوله نړۍ کې د ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۱ زره پېښې مشخص کړي. د ملګرو ملتونو سازمان کره او موثق رپوټونه لري چې ښيي له دې ډلې، څه باندې ۱۰ زره پېښې د ماشومانو په مرګ ژوبلې پورې تړاو لري.»

د دغه رپوټ پر بنسټ، د ۲۰۱۷ کال په لړ کې په افغانستان کې ۸۶۱ تنه ماشومان وژل شوي او ۲ زره او ۳۱۸ تنه نور ماشومان ټپيان شوي دي.

د ۱ زره او ۳۸۴ مرګ ژوبلې مسوول، طالبان او داعشیان دي او د ۷۲۳ مرګ ژوبلې مسوول د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه او د ۲۷ ماشومانو د مرګ ژوبلې پړه په سرحدي سیمو کې د تیتو او خواله توغندویو د توغولو په غاړه اچول کېږي.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې په دغه کال کې طالبانو ۴۰ ماشومان، داعش ډلې ۶۰ ماشومان او ملي پولیسو او ملي پوځ ۲۳ ماشومان د سرتېرو او یا هم د مرستندویه شاګردانو په توګه په امنیتي فعالیتونو کې ګمارلي دي.

په رپوټ کې د نړۍ په ۱۴ هېوادونو کې له هغې ډلې په افغانستان کې د ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي عاملان ۵۹ غیر دولتي عنصر او ۱۰ دولتي عنصر بلل شوي چې د طالبانو او داعش ډلې نومونه لیدل کېږي.

په رپوټ کې راغلي دي چې د ۲۰۱۷ زیږدیز کال تر ډسمبر پورې په افغانستان کې ۱۷۱ ماشومان په افغانستان کې د ملي امنیت په تړاو تورونو نیول شوي دي.

شریک یي کړئ