د هرات ځايي چارواکو نن چهارشنبې (د کب ۲ مه) وايي چې د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې په ترڅ کې، ۸ تنه وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
د هرات امنیه قومندان عبدالاحد ولي زاده په دې اړه وايي چې دغه پېښه نن ګهیځ هغه مهال رامنځته شوه چې له هرات ښار څخه یو مسافر وړونکی موټر د فارسي ولسوالۍ په لور روان وه چې د ادرسکن ولسوالۍ په لاره له یوه باروړونکي موټر سره ټکر وکړ.
هغه زیاته کړه چې په وژل شویو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.