Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هلمند کې د طالبانو له یوې بندخونې د څه باندې ۱۰۰ تنو خلاصون

د ځانګړو عملیاتو قول اردو، په هلمند ولایت کې د طالبانو له یوې بندخونې د څه باندې ۱۰۰ بندیانو له خلاصونه خبر ورکوي.

د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د رسنیو دفتر په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د کمانډو د اوم کنډک ځواکونو تېره شپه د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ په سور کاریز او د بابا کلیو کې د طالبانو له یوې بندخونې د پنځو ښځو په ګډون ۱۰۵ تنه ولسي وګړي ازاد کړي دي.

خبرپاڼه وړاندې کاږي چې د دغو پوځي عملیاتو په لړ کې، د دولت څلور مخالف وسله‎وال وژل شوي او یو تن یې نیول شوی او د هغوی ۱۰ موټرسایکلونه هم د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

اخوا بیا طالبانو دغه ادعاګانې نه دي منلي.

په دغو عملیاتو کې لس بوشکه‎يي ماینونه، وسلې او نور جنګي تجهیزات د کمانډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

شریک یي کړئ