د ملي شورا یو شمېر غړي او هېوادوالو د پنجشنبې په ورځ په یوې اعتراضي غونډه کې د ولسمشر په فرمان د برېښنایي پېژاندپاڼو وېش د قانون او هېواد د ملي ګټو په خلاف بولي.
دوی ګواښ کوي که چېرې ولسمشرۍ ماڼۍ د برېښنایي پېژندپاڼو وېش ته دوام ورکړي نو اجراییه ریاست باید په ۱۳۹۳ کال کې د توشیح شوي قانون پر بنسټ برېښنایي پېژندپاڼۍ ووېشي.
د ولسي جرګې غړی محی الدین مهدي په دې اړه وویل:« د ۲۴ نمبر فرمان د ۱۳۹۵/۱۲/۱۲، له دې څخه پرته چې ټولنیز، سیاسي او کلتوري ملاحظات په پام کې ونیول شي، د وګړو د احوالو د ثبت په قانون کې تعدیلات وړاندیز کړي، چې کولای شي په ټولنیزې شخړې او جدي ستونزې رامنځته کړي.»
د ولسي جرګې بل غړی عبدالروف انعامي هم وايي:«د برېښنايي پېژندپاڼو وېش د دې لامل شي چې د افغانستان قومونه سره وروڼه، او متحده او صمیمي شي.»
له بلخوا اجراییه ریاست وايي که ولسمشرۍ ماڼۍ د خلکو غوښتنو ته پام ونهکړي دوی اړ دي چې د خلکو د غوښتنې پر بنسټ تصمیم ونیسي.
د اجرايي ریاست رسنیز سلاکار حشمت الله رادفر څرګنده کړه:«کهچېرې د ناقانونه او غیرملي پېژندپاڼو وېش له لج او شخړه یې سره دوام پیدا کړي، د خلکو اعتراض به هم همدا ډول دوام پیدا کړي. موږ د حکومت په توګه د خلکو غوښتنې ته له دې څخه پرته بله هېڅ لاره نه لرو چې قبول یې کړو.»
خو د نفوسو د احوال د ثبت اداره وايي په اوسني وخت کې د ولسمشر د فرمان له مخې د برېښنایي تذکرو د وېشلو کار روان دی او دا اداره په سیاسي اختلافاتو کار نهلري.
د وګړو د احوالو د ثبت ادارې سلاکار او ویاند روح الله احمدزی وايي:«د حکومت مشرۍ لارښونه کړې او موږ دا ملي بهیر پیل کړی کهچېرې په دغه بهیر کې د بدلون غوښتونکي شي موږ د حکومت د اوامرو تابع یوو.»
د وګړو د احوالو د ثبت اداره وايي تراوسه څه باندې زرو افغانانو برېښنایي تذکرې اخیستې او په سلګونه نورو کورنیو د دغو پېژندپاڼو د اخیستو لپاره نوملیکنه کړې ده.