Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په وروستیو جګړو کې د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنې

فراه، غور او بغلان په هغو لسو ولایتونو کې دي چې د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په خبره له پنجشنبې تر دې دمه د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې شاهد وو.

د دغو ولایتونو د رپوټونو له مخې په دغو جګړو کې دواړو لور ته پراخه مرګ ژوبله اوښتې ده. 

خو د امنیتي بنسټونو شمېر د سیمه‎ییزو چارواکو سره توپير لري.

سرچینې وايي چې په دې وروستیو کې د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبله لوړه شوې، لکه‎څرنګه چې د فراه ښار په اړونده سیمه کې د طالبانو د تېرې شپې په برید کې د ملي پوځ ۱۶ سرتېري وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په دې اړه وویل:« د افغانستان په څه باندې ۱۰ ولایتونو کې، په شدیده توګه جګړه روانه ده او د افغانستان د پولیسو ځواکونونه، د جبهې په لومړۍ کرکښه کې، له خاورې ، هېواد، ناموس او د افغانستان د خلکو د اعزت لپاره شهیدان شول.»

دغه راز، د بغلان تاله او برفک ولسوالۍ چې تېره اوونۍ طالبانو ونیوله تراوسه هم په کې جګړه دوام لري.

د بغلان امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع څرګنده کړه:«په تاله او برفک کې کابو ۱۰۰ امنیتي پوځيان له خپلو تجهیزاتو سره، د هغو چورلکو په مرسته چې له مرکزه استول شوې وې، د دغې ولسوالۍ له بېلابېلو برخو لېږدول شوي دي.»

د پلخمري د روغتون سرطبیب انور وردګ وویل:«موږ ته یې له چهارشنبې څخه را په دې خوا پنځه شهیدان او شپږ ټپیان، روغتون ته رالېږدولي دي.»

وسله والو طالبانو د جمعې په شپه هم د فراه ولایت د مرکز په یو څنډه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

ځينې د ولسي جرګې ځينې استازي ادعا کوي چې طالب جنګیالي، ښه روزنه لیدلې او له نویو وسلو سره سمبال دي.

د ولسي جرګې غړې حمیرا ایوبي وايي:«طالبان له غوره درنو وسلو سره چې له بېلابېلو هېوادونو ورته راځي سمبال دي او هغوی تازه په تازه روزنه ویني او د امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو پر مهال له بېلابېلو لارو چارو کار اخلي.»

د ولسي جرګې غړی سرور عثماني فرهي وویل:«د جوین ولسوالۍ واټن د فراه له ښار سره له الوتکې سره پنځه دقیقې کېږي؛ خو امنیتي ځواکونه له پنځو ساعتونو وروسته جوین ته رسېږي! امنیه قومنداني هم د ۱۲۰ تنو تشکیل څخه یوازې څلوېښت تنه لري ۸۰ تنه نور یا خیالي دي او یا بل ځای دنده لري. نه ټانګ لري، نه دهشکه، نه زیکویک، نه هاوان، نی هڅېز هم نه لري.»

په همدې اړه د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ ځينې برخې د جګړو شاهد وې.

خو ملي دفاع وزارت چارواکي بیا د ننګرهار او فاریاب سربیره په دغو نورو ولایتونو کې د طالب او داعش وسله والو پر زیاتې مرګ ژوبلې ټینګار کوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش په ډاګه کړه:«همدا کال برخلیک ټاکنونکی او ټاکوونکی کال دی او موږ هم متوجه یوو او یقیناً د افغانستان دفاعي ځواکونه هڅه چې په واک کې لري، د هېواد د دفاع لپاره، د خپلو خلکو د دفاع لپاره استفاده کوي.»

د وړي په رانېږدې کېدو سره تل په افغانستان کې جګړې زیاتېږي چې اوس‎مهال د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.

بلخوا په اوسنیو حالاتو کې امنیتي بنسټونه ادعا کوي چې د سیمې یو شمېر استخباراتي ډلې پر طالبانو او داعش وسله‎والو ډلو فشارونه راوړي ترڅو خپل بریدونه زیات او امنیتي ځواکونه ته مرګ ژوبله واړوي.

د کورنیو چارو وزارت د دې پخلی کوي چې په وروستیو جګړو کې د دولت مخالفو وسله‎والو او دولتي ځواکونونو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ