Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پاکستان کې ترهګر پر افغانستان او هند د برید لپاره پلان جوړ وي

د امریکا د ملي امنیت سازمان، ګواښ کوي چې په پاکستان کې ترهګرۍ ډلې، پر افغانستان او هند د برید لپاره پلان جوړوي.

د دغې ادارې رییس ډانېل کوټز د نړیوالو ګواښونو په اړه په خپل رپوت کې چې د امریکا د سنا مجلس استخباراتي کمېټې ته وړاندې کړی، ویلي چې پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ناکام دی.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«په پاکستان کې ترهګرې ډلې،په سیمه کې د امریکا د ګټو په وړاندې په دوامداره توګه ګواښ دي او پر افغانستان او هند د بریدونو لپاره پلان جوړوي.»

له بلخوا، دغه امریکايي چاروای وايي چې ایران، کابو ۱۰ زره جنګیالي له افغانستان، عراق او پاکستان څخه سوریې ته د جګړې لپاره استولي دي.

ښاغلي ګوټز څرګنده کړه:«د تهران باغیانه کړنې دوام لري؛ د بېلګې په توګه ایران کابو ۱۰ زره افغان، عراقي، او پاکستاني شیعه جنګیالو ته روزنه ورکوي، هغوی تجهیز او مالي مرسته ورسره کوي چې د اسد له حکومت سره مرسته وکړي.»

ایران هغه افغان جنګیالي چې سوریې ته یې استولي دي د فاطمیون لښکر بنسټ نومېده او د نه تأیید شوي رپوټونو پر بنسټ، تراوسه د هغوی څه باندې زر تنه د سوریې په جګړه کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ