د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د اسلامي امارت او د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د واټن د رامنځته کولو لپاره د سیمي د هېوادونو د استخباراتو د هڅو خبره کوي.
که څه هم شیرمحمد عباس ستانکزی د کوم ځانګړي هېواد نوم نه اخلي، خو طلوع نیوز ته وایي چې د ګاونډیو هېوادونو استخبارات د هغو افغان کډوالو په نوم او هویت سره چې بندیان دي، غواړي د اسلامي امارت او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ واټن زیات کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین وايي:«د هېوادونو ځينې استخباراتي کړۍ د دې لپاره چې افغانان بد نامه کړي ځکه هلته په زرګونه افغان ګډوال موجود دي او ډېری یې په بندخونو کې بندي دي ځينې وختونه استخبارات زموږ د ګران هېواد د بدنامه کولو لپاره بندیان وژني او بیا په یوه ځای کې اچوي او وروسته وايي چې په جګړه کې وژل شوي دي.»
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین دغه راز زیاتوي چې سرپرست حکومت د ګاونډيو هېوادونو په ګډون له نړۍوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي.
نوموړی یوځل بیا ډاډ ورکوي، چې هېڅکله به اجاه ورنه کړل شي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پرضد کار واخیستل شي.
شیرمحمد عباس ستانکزی وايي:«له ټولې نړۍ سره مو ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د هېچا د امنیت پر خلاف استعمال نه شي.»
بل خوا، د چارو ځينې شنوونکي له ګاونډیو هېوادونو سره د سرپرست حکومت ښې اړیکې د دواړو لورو په ګټه ګڼي.
د سیاسي چارو شنوونکی احمدالله اندړ وویل:«لازمه ده چې د افغانستان اسلامي امارت د دا ډول ستونزو د حل لپاره په لومړي ګام کې له نړۍوالې ټولنې سره د سیاسي تعامل لپاره ښې لارې ولټوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر فضل الرحمن پرون په یوې خبرې غونډه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د چاودنو د مخنیوي لپاره د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ګډې سټراټېژۍ پر جوړېډو ټینګار وکړ.
په دې اړه مو اندونه