د پروان د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر عبدالصمد زلمی وايي،دغې ښځې چې یوه اوونۍ وړاندې یې د خپل خاوند څخه طلاق اخیستی وه،د پلار په کور کې یې ځان زندۍ کړی دی.
د پروان د ښځو چارو ریاست وايي چې دغه ښځه د کورني تاوتریخوالي له امله له خپل خاوند څخه طلاق اخیستی وه.
ښاغلی زلمی وايي د دغې ښځې پخوانی چې دې ته یې طلاق ورکړی تښتېدلی او تر تعقیب لاندې دی.