Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بشري حقونو کمېسیون:د بکارت ازموینه د انساني حقونو په خلاف دي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د نجونو د بکارت آزموینه د جنسي تېرې تکرار او د انساني حقونو پر خلاف ګني.

دغه کمېسیون وایي په دې وروستیو کې د بکارت آزموینې زیاتې شوي او دولت باید مخنیوی یې وکړي.

د بشیري حقونو  د خپلواک کمېسیون کمېشنره ثریا صبح رنګ وايي:«نسايي جبري ازموینه،په ټول کې د بشري حقونو له قانون د اسلام له دین او شریعت سره په ټکر کې دي او د نجونو او ښځو انساني کرامت ټپي کوي.»

په همدې حال کې د عدلي طب متخصصه ترینا یادګاري وايي چې ۹۵ سلنه نجونې د تورونو د لیرې کولو لپاره د بکارت د ازموینې لپاره اړ کېږي.

مېرمن یادګاري وویل:«هغه کسان چې عدلي طب ته مراجعه کوي،لوړه کچه د زیانمنو ده؛وروسته هغه کسان دي چې تورن دي او همدارنګه هغه ناوې دي چې د زیانمنو په ډله کې راځي.»

په هیواد کې د بکارت آزموینه په داسې حال کې ترسره کیږي چې ریاست جمهوري له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې دا آزموینه غیرقانوني او ممنوع بللې ده، او ویلي چې د قانون یوشمېر اجرايي بنسټونه په ځانګړې توګه پولیس دا آزموینه ترسره کوي او حکومت ژمنه کې چې دا بهیر بند کړي.

 د کابل د امنیه قوماندانې د جرمونو د څېړنې ریاست، د هغو نجونو او ښځو د تورونو د ثابتولو لپاره چې د جنسي تېري له تور سره مخ وي د آزموینې لپاره عدلي طب ته معرفي کوي، او وايي چې تر اوسه د دغو آزموینو د نه ترسره کېدو لپاره صریح حکم نشته.

د کابل د امینه قومندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنې رییس فریدون عبیدي وايي:«صریح حکم صریح قانوني توکي نه شته چې داشان اجراآت او ازموینې منع کړي.که‎چېرې د قانون تقنیني بنسټونه او یا هره دولتي صلاحیت لرونکې مرجع پرېکړه وکړي او دغه کار منع شي،موږ د قانون د احکامو او اوامرو په رعایت او تطبیق مکلف یوو.»

دا په داسې حال کې ده چې په همدې تېرو دوه میاشتو کې یوه کس له واده وروسته په نیمه شپه کې په خپلې مېرمن تور ولګاوه چې باکره نه ده، او د خسر کور ته ورځي  او د مېرمنې خور چې څوارلس کلنه وه په زوره د ځان لپاره نکاح کوي.

شریک یي کړئ