د پروان ولایت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز چاریکار کې د یوې اورلګېدنې په پایله کې ۸ تنه وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
د پروان ولایت پولیس وايي چې دغه پېښه نن چهارشنبې (د لړم په ۱۰ مه) د چاریکار په ښار کې هغه مهال رامنځته شوه چې د تېلو په ټانکر کې ځای پر ځای شوي نښلوونکي ماین چاودنه وکړه او وروسته د دغې چاودنې په پایله کې د مسافر وړونکو ۳۰۳ ډوله موټر هم اور واخیست.
د پروان امنیه قومندان وايي چې دغه ۳۰۳ ډوله موټر په بشپړه توګه سوځېدلی او د ځينو ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی.
په ورته وخت کې د پروان د ولایتي شورا ځینې غړي وايي چې د دغه مسافر وړونکي ډېری سپرلۍ سوځېدلې دي.
په دغې پېښه کې څو نور موټر هم سوځېدلي دي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس خلیل مصدق وايي چې په دغې پېښه کې ۸ تنه وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپيان شوي دي.