په کابل کې له خونړیو بریدونو وروسته، حکومت د پلازمېنې د امینت د ټینګښت لپاره نوې طرحه جوړه کړه.
د دغې طرحې له مخکې د کابل ښار په مرکزي سړکونو کې د پولیسو د تلاشۍ شاوخوا ۱۰۰ تمځایونه جوړ شوي چې ډېری وخت د لارو د بندېدو لامل ګرځي.
د کابل ښار اوسېدونکي یادې ستونزې ته په اشارې وایي، په څلور لارو کې د موانع جوړول د لارې د بندېدو او د ښاریانو په تلو راتلو کې ګڼې ستونزې پیدا کړي دي.
خو د کورنیو چارو وزارت وایي، د تلاشۍ دغه تمځایونه د ښاریانو د امنیت په پار جوړې شوې دي.
اخوا بیا ځینې هېوادوال د کورنیو چارو وزارت دغه طرحه غیرمعقوله بولي او پرې نیوکه کوي.
د کابل اوسېدونکی پيري ګل وايي:«دا ټول خنډونه د خلکو د محدودیت لپاره اېښودل شوي، باید د ورځې څو کیلومټره پلي ولاړ شي ترڅو خپل مقصد ته ورسېږي.»
ډېری په دې باور دي چې د دغو دېوالونو له اېښودلو او د تلاشۍ تمځایونو جوړېدل به د کابل ښار له امنیت سره مرسته ونه کړي.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي ټاکل شوې ده چې د تلاشۍ د دغو تمځایونو چې ځينې یې اضافي دي له ښارڅخه لیرې کړل شي.
هغه زیاته کړه:«ډېر ژر له کابل ښاره د تلاشۍ ټولې اضافي تمځایونه به لیرې کړل شي، او د هغه پر ځای به، د کابل بشپړ امنیتي پروګرام عملي شي او ډېر ژره به د کابل په امنیت کې د پام وړ بدلون د رامنځته کېدو شاهد وئ.»
د ورځې لوی موټر د کابل ښار «شینې سیمې» په ځانګړې توګه وزیر اکبر خان ته د تلو حق نهلري او د شپې هم له تلاشۍ او څارنې وروسته دغو سیمو ته د تلو حق ورکول کېږي. خو داسې ادعاګانې هم شته چې ډېری دغه موټر، د پیسو له ورکړې سره، له دغو څارنیزو ځایونو تېرېږي او د وزیراکبرخان سیمې ته ور ننوځي.