ځایي چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې د ولسي جرګې د عړې شکریې بارکزۍ په موټر د ځانمرګي برید په ترڅ کې د کابل په ښار کې ۲۲ تنه ټپیان شوي دي.
ویلي کېږي چې په دغه چاودنه کې اغلې بارکزۍ برسېرنه ټپي شوې ده.
د پولیسو چارواکې وايي چې دغه برید د نن د۱۰:۳۰ دقیقو له غړمې څخه مخکې د کابل ښار د شپږمې حوزې په اړوند د دار الامان په سیمه کې پېښه شوې ده چې یوه ځانمرګي برید ګر له ځان سره د شتو چاودېدونکي توکې یې د شکریې بارکزۍ د موټر په وړاندې وچاودول.
د دغې پېښې څخه شېبه وروسته راپور شوی وه چې د اغلې بارکزۍ د کورنۍ یو غړی په دغه برید کې وژل شوی دی، خو د کورنیو چاور وزارت ویاند صدیق صدیقي د خپل د ټویټر په پاڼه کې دغه راپور رد کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د دغې غړې د کورنۍ هېڅ غړی په دغه برید کې نه دی وژل شوی .
د دغه برید ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته استول شوي دي.
تر دې مهاله د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغه برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د دغې پېښې په تړاو د انځورونو لیدو لپاره دا ځای کېکاږﺉ:
په دې اړه مو اندونه