د پېښې شاهدان وايي چې د کابل ښار په پنځمه حوزه کې په یوه کور د توغندي د لګېدو په پایله کې دوه ماشومان وژل شوي او یوه مېرمن ټپي شوې ده.
رپوټونه رسوي چې دوه توغندوي له نامالوم ځای څخه د کابل ښار پر نیازبیک سیمه توغول شوي چې یو یې په یوه کور لګېدلی.
پولیس د دغې پېښې پخلی کوي، خو وايي چې په دغې چاودنه کې ۵ تنه ټپيان شوي دي.
دغه پېښه نن غرمه (چهارشنبې د چنګاښ ۱۴ مه) د کابل په زنیازبیک سیمه کې رامنځته شوې ده.
پولیس د دغې چاودنې د ډول په اړه جزئیات نه دي وړاندي کړي او زیاتوي چې په دې اړه څېړنې دوام لري.
د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې مسؤولیت نه دی منلی.