Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د یوې وسله‎والې جګړې په ترڅ کې د یوه کس وژل کېدل

د کابل په یولسمه او اولسمه حوزه کې د ناپېژاند وسله‎والو او پولیسو ترمنځ نښته کې یو مُلکي کس وژل شوی او تن پولیس هم ټپې شوي دی.

دغه پېښه نن جمعه غرمه (د کب ۲۷ مه) هغه مهال رامنځ ته شوه چې پولیسو د خیرخانې د کوتل په سمیه کې یو تور رنګه فورتینر موټر تر څارلاندې نیولی وو.

د کابل پولیس وايي چې دغه ناپېژانده وسله‎وال درې تنه وو او جرمي مخینه هم لري.

په دې لړ کې د مُلکیانو یو شمیر موټر هم په ډزو لګېدلي او زیانمن شوي دي.

په یوه دغو موټرو کې غلام صفدر له خپلو ماشومانو او کورنۍ سره ناست وو، چې د جمعې ورځې له تفریح د کور په لور روان وو چې موټر یې د وسله والو له موټر سره ولګېد.

د کابل اوسېدونکي غلام صفدر وویل:«د ډزو غږ واورېدل شو او ما مې خپل موټر د واټ څنډې ته کړ.د هغوی موټر راغلی،ځکه چې بله لاره نه وه، خپل موټر یې زما په موټر وواهه. او ولاړل.»

ناپېژانده وسله والو لومړی پر مُلکیانو ډزې وکړې او یو تن یې وواژه.

هټیوال عید محمد وویل:«کله چې فورتینر موټر دلته راورسېد،پرموټر یې ډزې وکړې.»

بل هټیوال محمد ضیاء هم څرګنده کړه:«موږ د ننه په هټۍ کې پټ شو.کله چې ډزې خلاصې شوې بهر راووتو او ومو لیدل یو کس پر ځمکه پرود دی.»

د ټپیانوپه ډله کې د یولسمې امنیتي حوزې یو ضابط هم شامل دی.

دغه درې تنه تورن چې جرمې مخینه هم لري په تېښته بریالي شوي خو موټر یې د کارتې سخي په سیمه کې پاتې دی.

د کابل ښار اوسېدونکي هیله لري چې د کابل ولایت نوی امنیه قوماندان د داشان جنايي پیښو مخه ونیسي.

شریک یي کړئ