ملي دفاع وزارت وايي چې په کابل کې د مارشال فهیم د پوځي پوهنتون په دروازه کې د ځانمرګي برید په پایله کې، لږ تر لږه د دغه پوهنتون ۱۵ تنه زدهکوونکي وژلي او څلور تنه نور یې ټپيان کړي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي چې دغه برید، نن (د تلې ۲۹ مه) له غرمې وروسته د ۳:۳۰ دقیقو په شاوخوا کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو میني بس، دغه زدهکړیالان یې دغه پوهنتون ته استول.
دا برید په داسې حال کې کېږي چې نن ګهیځ څو توغندي د کابل پر ځينو سیمو لګېدلي دي.
دا په هېواد کې اومه خونړی برید دی چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې رامنځته شوی. تېره ورځ د امام زمان پر جومات د برید په پایله کې ۳۹ تنه ووژل شول او په لسګونه تنه نور ټپيان شول.
په همدې ترتیب، تېره ورځ د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو د برید په پایله کې څه باندې ۱۰ تنه ووژل شول او په لسګونه تنه نور ټپيان شول.