د کاپیسا ولایت سیمهيیز چارواکي(چهارشنبې د غرګولي۲۴مه) وايي چې له سیمهييزو پاڅونکوونکو سره په نښته کې ۱۱ طالب وسلهوال وژل شوي دي.
د کاپیسا امنیه قومندان محمد رزاق یعقوبي وایي، په وژل شویو وسلهوالو کې د طالبانو درې قومندانان هم شامل دي.
دی زیاتوي چې په دې نښته کې ۱۴ تنه نور ټپیان دي.
دا نښتې تېره شپه هغه وخت وشوې چې طالبانو پر پاڅون کوونکو د برید موخه درلوده.
چارواکي وايي چې دا نښته د کاپيسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په باباخیلو کلي کې شوې ده.
امنیه قومندان همداراز زیاتوي چې په دې نښتو کې اوه پاڅون کوونکي هم ټپيان شوي دي.
دی وړاندې وايي چې په دې نښته کې امنیتي ځواکونو له طالبانو زیاته اندازه تجهیزات ترلاسه کړي دي.