د کندز ولایت ځايي چارواکو نن پنجشنبې(د کب په ۵ مه)ویلي چې د ملي پوځ یوې جنګي چورلکې د دشت ارچي په ولسوالۍ کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده،بیړنۍ ناسته کړې ده.
یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې دغې چورلکې له یوې بلې چورلکې سره د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د یوه مأموریت له ترسره کېدو وروسته د کندز ولایت هوايي ډګر ته راستنېده،چې د فني ستونزې له امله یې بیړۍ ناسته وکړه.
هغه زیاته کړه چې د دغې چورلکې سپرلۍ د دویمې چورلکې له خوا لېږدول شوې ده او دغه چورلکه ویجاړه شوې ده.هغه نور جزئیات وړاندې نه کړل.
د ملي پوځ چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.