د کندهار ولایت په عینو مینه ښارګوټي کې د پولیسو پر یوه موټر د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې یو تن پولیس وژل شوی او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د دغه برید له پخلي سره طلوع نیوز ته وايي چې دا پېښه نن ماښام هغه مهال رامنځته شوه چې د عینو مینې په ښارګوټي کې یوه ځانمرګي بریدګر خپل چاودېدونکو توکو ته د پولیسو د موټر په وړاندې چاودنه وکړه.
ښاغلي رازق په دې اړه نور جزییات وړاندې نه کړل.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده ملنې.