Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محمود کرزی: د "عینو مېنې" ښارګوټي د اختلافونو د حل لپاره مې سفر ونه کړ

د حامد کرزي ورور او د ښار جوړولو او ځمکو پخوانی وزیر محمود کرزی وايي، تر هغې به هېواد کې پاتې شي، چې د افکو یا د عینو مېنې ښارګوټي د جوړونکي شرکت ستونزه هواره شي.

د ښار جوړونې او ځمکو پخوانی وزیر زیاتوي، د دغه شرکت له مرستیال سره يې اختلاف درلود او د عینو مېنې ښارګوټي د ځمکو تثبیت لپاره له سفره پاتې شوی.

د افکو شرکت مشر محمود کرزی وویل:«موږ چې کومه قباله لرو د هغې مطابق باید زموږ ځمکه جلا شي هغه خلک چې زموږ په شاوخوا کې دي د هغو د اسنادو مطابق باید د هغوی ځمکه هم جلا شي، نو وزیر صاحب ماته ویل، تر هغه وخته چې دا حل نه شي تاسو باید دلته پاتې شئ ځکه کېدای شي ستاسو امضا ته اړتیا شي.»

د افکو شرکت مرستیال عبدالحمید هلمندی هم وايي:«خدمات او کارونه به په ډېر بېړه سره ان شاءالله په عینو مېنه کې شروع شي او هغه ستونزې چې خلکو درلودلې د پای ټکی ورته کېښودل شي.»

د عدليې وزارت سرپرست او د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون مشر وايي، د ښار جوړونې او ځمکو پخوانی وزیر ممنوع الخروج شوی نه دی.

د دغه وزارت سرپرست زیاتوي، محمود کرزی د عینو مېنې ښارګوټي کې د ستونزې حل لپاره له هېواد بهر ته نه دی تللی.

د عدليې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي څرګنده کړه:«د امارت اسلامي پالیسي دا نه ده چې یا څوک وطن پرېږدي او یا دې څوک وطن نه ممنوع الخروج شي دا د اسلامي امارت پالیسي نه ده.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه د عینو مېنې ښارګوټي د کارونو له بیا پیله هرکلی کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وویل:«عام خلکو ته باید خدمات وکړو او عامو خلکو ته باید څه ډول معیاري نمرې او د یوه حقوقي سند په اساس خدمات وکړي.»

د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون وايي، د څه باندې ۷۰ ښارګوټو اسناد يې راټول کړي او د ۲۰ نورو ښارګوټو اسناد تر څېړنې لاندې دي او دا لړۍ به دوام وکړي.

تر دې وړاندې د محمود کرزي د نیولو او د سفر د بندیز په اړه راپورونه خپاره شوي وو، چې د محمود کرزي او اسلامي امارت لخوا رد شوي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه