ولادمیر پوتین په روسیه کې د تېرې ورځې (یکشنبې د کب۲۷مه) د ټاکنو بریالی اعلان شو او له دې سره دا څلور ځل دی چې واک ته رسیږي.
د ټاکنو ټولو رایو شمېرلو سره څرګنده شوه چې نوموړي ۷۶ سلنه رایې خپلې کړې دي.
په دې ټاکنو کې د پوتین د بریا وړاندوینه کېده، خو روسي چارواکو هڅه کوله ترڅو په ټاکنو کې د خلکو د ګډون ونډه زیاته شي.
په همدې حال کې پوتین وايي چې د روسیې پرمختګ لپاره به خپلو پروګرامونو ته دوام ورکړي.
د روسیې د قانون پر بنسټ کوم کس چې په ټاکنو کې بریالی کېږي، شپږ کاله به پر روسیې حکومت کوي.
رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی دی چې نوموړی به د یوې پېړۍ څلورمه برخه په واک کې وي او دا واکمني به یې تر ۲۰۲۴ زیږدیز کاله پورې کله چې هغه ۷۱ کلن وي دوام و کړي.
مخکې له پوتین څخه د پخوانی شوروي دیکتاتور، ژوزف استالین په ډېر وخت لپاره واک کې وه. پوتین ژمنه کړې ده چې په دې دور کې به د لویدیځ پر وړاندې د روسیې دفاع او د خلکو ژوند معیار ښه کولو کې استفاده کړي.
پوتین په هېواد کې پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا یووالی باید وساتل شي. ده څرګنده کړې:«موږ به د لوی هېواد راتلونکې په اړه سوچ وکړو.»
ده همداراز د خپلو پلویانو په یوې ناسته کې ویلي دي چې سختې شیبې به راورسېږي، خو روسیه بریاليتوب ته د رسېدو موکه لري.
په دې ټاکنو کې د کونست ګوند نوماند پاول ګرودینین ۱۳ سلنه او د ټولپالو نوماند، ولادمیر ژیرینوفسکي ۶ سلنه رایې خپلې کړې دي.