د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوڼین وايي، په مسکو کې د وروستي وسله وال برید تر شا د سخت دریځو ډلو لاس دی.
اخوا، په روسیه کې پر یوه کنسرټ د برید په پایله کې د قربانیان شمېر لوړ شوی چې د مړو شمېر ۱۳۹ تنو او د ټپیانو ۱۸۰ ته رسېدلی دی.
د روسیې ولسمشر په دې تړاو و ویل:«پوهیږو چې دغه جنایت د سخت دریځو اسلامپالو له لوري شوی، هغه ایډیالوژي چې خپله اسلامي نړۍ یې پر وړاندې له څو پېړیو راهیسې مبارزه کړې ده.»
د روسیې یو شمېر اوسېدونکو د دغه برید د قربانیانو په درناوي ځینې نندارتونونه جوړ کړل او شمعې یې بلې کړې او یو شمېر نورو یې بیا ټپیانو ته د وینې د ورکړې په موخه کتارونه جوړ کړي دي.
د روسیې یوې اوسېدونکې، اېرینا تیشنکو و ویل: «زه واقعا شوک شوې یم، د قربانیانو د کورنیو لپاره خواشینی یم، غواړم مرسته وکړم، لومړی ځل مې دی چې وینه ورکوم. »
د روسیې یوې بلې اوسېدونکې، سټر نف هم و ویل: «د وینې ورکړې لپاره راغلې یم،غواړم د پېښې له قربانیانو سره مرسته وکړم، هغوی وینې ته ډیره اړتیا لري.»
په مسکو کې د پر یو کنسرټ د برید څلور تنه تورن د مسکو زندان ته لېږدول شوي او محکمې ته وړاندې شوي دي.
دغه څلور تنه، هر یو، دلیرجان میرزایف، سیداکرم مرادعلي رجبعلي زاده، فریدون شمس الدین او محمد صابر فیضوف، د تاجېکستان اوسېدونکي دي.
د دوی له منځه، درېیو تنو یې پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.
له دې سره سم، د روسیې امنیتي اداره په دې تړاو د درې نورو تورنو کسانو د نیول کېدو خبر هم ورکوي.
په مسکو کې محکمې پرېکړه کړې چې دغه اووه تنه د روان هجري لمریز کال د غبرګولي تر ۲مې په توقیف کې وي، څو یې د محاکمې لومړني پړاونه چمتو شي.
په دې اړه مو اندونه