Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اوکراین: مسکو ملکي وګړي اړ باسي چې روسیې ته لاړ شي

اوکراین وايي، روسیه له ملکي وګړو څخه په استفادې هڅه کوي پر کیف فشار ډېر کړي، څو اوکراینیان له جګړې لاس واخلي.

پر روسیې دا تور داسې مهال لګول کېږي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي د خپل هېواد له پوځیانو غوښتنه کړې چې د اوکراین دفاع ته دوام ورکړي او د یوې دقیقې لپاره هم له دې کاره لاس پر سر نه‌شي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د یوه اوکرایني چارواکي په حواله ویلي، د ۸۴ زره کوچنیانو په ګډون له ۴۰۰ زرو ډېر اوکراینیان د دوی موافقې پر خلاف روسیې ته لېږدول شوي، څو د اوکراین په جګړه کې له هغوی د سیاسي فشار په توګه کار واخیستل شي.

ورته مهال روسیه هم خپل هېواد ته د اکراینیانو لېږدول مني، خو ویلي یې دي چې هغوی په خپله خوښه روسیې ته تللي او ډېری یې د ختیځ اوکراین وګړي دي چې د اورپکو تر ولکې لاندې سیمه ده او په وینا یې دوی په روسي ژبه خبرې کوي چې له مسکو سره هم نږدې اړیکې لري.

د اوکراین جګړه دویمې میاشتې ته وغځېده. د تایید شویو راپورونو پر بنسټ، د روسیې-اوکراین جګړې په لومړۍ میاشت کې د ماشومانو په ګډون زرګونه کسان وژل شوي، په سراسر اوکراین کې ۲۳۰ ښوونځي او ۱۵۵ وړکتونونه هم ویجاړ شوي او تر څنګ یې د ښارونو او کلیو ډېرې برخې په بشپړ ډول اغېزمنې شوې دي.

ورته مهال روسیه هم خپل هېواد ته د اکراینیانو لېږدول مني، خو ویلي یې دي چې هغوی په خپله خوښه روسیې ته تللي.

Thumbnail

اوکراین وايي، روسیه له ملکي وګړو څخه په استفادې هڅه کوي پر کیف فشار ډېر کړي، څو اوکراینیان له جګړې لاس واخلي.

پر روسیې دا تور داسې مهال لګول کېږي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي د خپل هېواد له پوځیانو غوښتنه کړې چې د اوکراین دفاع ته دوام ورکړي او د یوې دقیقې لپاره هم له دې کاره لاس پر سر نه‌شي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د یوه اوکرایني چارواکي په حواله ویلي، د ۸۴ زره کوچنیانو په ګډون له ۴۰۰ زرو ډېر اوکراینیان د دوی موافقې پر خلاف روسیې ته لېږدول شوي، څو د اوکراین په جګړه کې له هغوی د سیاسي فشار په توګه کار واخیستل شي.

ورته مهال روسیه هم خپل هېواد ته د اکراینیانو لېږدول مني، خو ویلي یې دي چې هغوی په خپله خوښه روسیې ته تللي او ډېری یې د ختیځ اوکراین وګړي دي چې د اورپکو تر ولکې لاندې سیمه ده او په وینا یې دوی په روسي ژبه خبرې کوي چې له مسکو سره هم نږدې اړیکې لري.

د اوکراین جګړه دویمې میاشتې ته وغځېده. د تایید شویو راپورونو پر بنسټ، د روسیې-اوکراین جګړې په لومړۍ میاشت کې د ماشومانو په ګډون زرګونه کسان وژل شوي، په سراسر اوکراین کې ۲۳۰ ښوونځي او ۱۵۵ وړکتونونه هم ویجاړ شوي او تر څنګ یې د ښارونو او کلیو ډېرې برخې په بشپړ ډول اغېزمنې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه