د بلخ پولیسو د پنجشنبې پر نیمه شپه (د سلواغې پر ۴ مه) د مزارشریف په ښار کې د افغان ترک د هلکانو او نجونو ښوونځي کلابند او د دغو ښوونځیو ښوونکي او کارګران نیولي دي.
شکراالله صمدي وايي، امنیتي ځواکونه د شپې تیاره کې راغلل او په مزار شریف کې یې د افغان ـ ترک ښوونځي کلابند کړ. د دې کار هدف د ترکیې حکومت ته د افغان ـ ترک ښوونځیو د مسوولیت سپارل ښيي.
له دې پېښې وروسته په مزار شریف کې د افغان ـ ترک ښوونځي یو شمېر زدهکوونکي د ښوونځي مخ ته راووتل او د بلخ د پولیسو دا کار یې غیرقانوني وباله.
د افغان ترک ښوونځي له ۱۲ کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري. خو د ترکیې حکومت، په ۲۰۱۶ کال کې له ناکامې کودتا وروسته، له افغان حکومته غوښتي وو څو د دغو ښوونځيو مدیریت د ترکیې معارف ته وسپاري؛ ځکه چې د ترکیې حکومت ادعا کوي چې دغه ښوونځي د فتح الله ګولن له خوا، هغه کس چې د ترکیې حکومت لخوا د ناکامې کودتا د پلانولو تور دی اداره کېږي.
بالاخره د ۱۹۳۶ کال د کب میاشتې په اومه د دغو ښوونځيو مسوولیت د ترکیې د پوهنې بنسټ ته وسپارل شو. د یادونې ده چې له دغه کار مخکې، کابل کې، د دغو ښوونځيو ځينې ښوونکي هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي وو. له هغې ډلې د دغو ښوونځيو دوه ښوونکي یلماز ایتین او سامي یاوز کابل کې د ۱۳ میاشتو لپاره کابل کې په کوربند وو.
پولیس ښوونځي ته د ورننوتو او ترې د تصویر اخیستو اجازه نه راکوي، مګر راټول شوي معترضین وايي، پولیسو شپه مهال ښوونځي ته ننوتي او دا کار یې غیرقانوني دی.
د بلخ امنیه قومندان وايي، دوی یوازې د لوړ پوړو چارواکو حکم عملي کړی دی.
په مزار شریف کې د افغان ـ ترک ښوونځیو دننه نږدې شپږ سوه تنو نجونې او هلکان زدهکړه کوي. تمه ده چې په ټول افغانستان کې د دې ښوونځیو مسوولیت د ترکیې حکومت ته وسپارل شي، مګر ښوونکي او زدهکوونکي وايي، دا غوښتنه نه مني.