د بغلان پولیس وايي له سمنګان سره د دغه ولایت لویې لارې کې د افغان ځواکونو او طالبانو سره نښتې پایله کې ۱۵ طالب وسله وال وژل شوي دي.
د پولیسو ویاند، جاوید بشارت، احمدجاوید بشارت نن(سې شنبې د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) څرګندوي افغان ځواکونو هغه مهال سیمه کې پوځي عملیات پیل کړل چې طالبانو غوښتل د بغلان ـ سمنګان لاره د تګ راتګ پرمخ وتړي.
د هغه په وینا نښته کې د جمعه ګل په نامه د طالبانو یو مهم غړی هم وژل شوي دی.
د ښاغلي بشارت په خبره لاره اوس مهال د خلکو تګ راتګ پر وړاندې خلاصه ده.
بغلان کې امنیتي سرچینې وايي چې برید د طالبانو لخوا تېره ورځ دوو برخو، د پلخمري ښار نېږدې سیمو او چشمه شیر سیمه کې پيل شوی وو او وروسته بیا د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شو.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.