د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ، مایک پومپيو په یوه ټویت کې شنبې (د وري په ۹مه نټه)یوځل بیا افغانستان کې دافغان مشرانو لخوا د ټول شموله حکومت غوښتنه وکړه.
هغه ویلې چې:«د خپلو افغان همکارانو نه مننه کوم چې یو ټول شموله مرکچي پلاوی یې د افغانانو ترمنځ د خبرو په موخه معرفي کړ. زه د بندیانو د خوشې کولو په موخه ستاسي هڅې او د سولې او پخلاینې لپاره ژمنتیا ستایم.»
درې ورځې مخکې افغان حکومت له ډېرو ناندرو وروسته له طالبانو سره ۲۱ کس ییز پلاوی معرفي کړ.
له هغې وروسته طالبانو د مرکچي پلاوي له نوملړ سره طالبانو مخالفت وښود او ویي ویل چې دا پلاوی د حکومت لخوا معرفي شوی او دا د امریکا او طالبانو هوکړې خلاف ده.
طالبان وایي افغان حکومت کولی شي د مذاکرې نورو لور په څېر د خبرو یوه لوري په توګه ګډون وکړي.
له بلې خوا د امنیت شورا وایي د بندیانو خوشې کولو په موخه د خبرو لپاره کابل ته د طالبانو د پلاوي د راتګ وخت نه دی مالوم.
د اومنیت شورا ویاند، جاوید فیصل وایي چې د ولسمشر د فرمان له مخې ښایې لومړۍ سل تنه طالب بندیان له بنده خوشې شي.
هغه زیاتوي چې طالبان د خبرو پيل لپاره باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او حکومت د دغه خبرو د پيل لپاره کابل کې چمتو دی:«کله چې پلاوی کابل ته راغی موږ به ورسره خبرې وکړو. وروسته له هغې به سل تنه زندانیان د دوی د روغتیایې حالت، عمر او د کرونا ویروس نه د اغیزمنوالي له مخې د حسن نیتاوبشردوستۍ لپاره خوشې شي.»
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې پنځه زره طالب بندیان او زر تنه افغان ځواکونخ باید له بنده خوشې شي.