Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پټریوس: امریکا به څو لسیزې افغانستان کې پاتې شي

د سي آی اې پخوانی مشر، ډیویډ پټریوس وایي چې امریکا متحده ایالاتونه او ناټو به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په زیاتولو سره د څو لسیزو لپاره دې هېواد کې پاتې شي.

د نوموړي په وینا، ښايي چې امریکا به د سویلي کوریا او جاپان په توګه په افغانستان کې هم خپل شتون دایمي کړي.

پټریوس په دې باور دی چې امریکا په افغانستان کې د پام وړ خپلې ملي ګټې ویني او له همدې امله په افغانستان کې خپل اوږدمهاله حضور مهم بولي.

دي پخواني پوځي چې افغانستان کې هم امریکايي ځواکونو لوی قومندان وه، له بریټانیا ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي چې د ناټو او امریکايي ځواکونه به د سرتېرو شمېر زیاتوالي سره دې هېواد کې د څو لسیزو لپاره پاتې شي.

هغه نه دي ویلي چې امریکايي ځواکونه به د څومره مودې لپاره افغانستان کې پاتې شي، خو زیاته کړې یې ده چې د امریکا ۱۶کلنه اږده جګړه تر اوسه پورې پای ته نه ده رسېدلې.

ښاغلي پټریوس ویلي دي:«دا جگړه څو کاله نه ده چې دوام لري موږ له نسلي مبارزو سره مخ یوو. له همدې امله مو دوامداره ژمنې ته اړتیا لرو او زه باوري یم چې دا دوامداره ژمنه ده.»

په همدې حال کې نوموړي د افغانستان په اړه د امریکا نوې تګلارې څخه ملاتړ کړی دی چې له مخې به یې درې زره ۹۰۰ سرتېري افغانستان ته واستول شي او له دې سره به د امریکايي سرتېرو شمېر ۱۲زره او ۳۰۰ ته ورسيږي.

ده همداراز له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو مصنوعي مهال ویش څخه هرکلی کړی دی.

یادې رسنۍ ویلي دي چې پټریوس له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتو مهال‎ویش په اړه د اومابا پر حکومت نیوکې کړې دي.

ښاغلي پټریوس نه دي ویلي چې امریکايي ځواکونه به د څومره مودې لپاره افغانستان کې پاتې شي، څرګنده کړې یې ده چې د امریکا ۱۶کلنه جګړه پای ته نه ده رسېدلې

شریک یي کړئ