Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پټریوس:د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه ډېره د یادې ډلې په ګټه ده

د امریکا څارګرې ادارې پخواني رییس، ډیویډ پټریوس «آیا امریکا کولی شي پر طالبانو باوروکړي څو د سپټمبر د یوولسمې بیا مخنیوی وشي؟» تر عنوان لاندې مقاله کې چې فارین پالیسي انټرنټي پاڼه کې خپره شوې ده، لیکلي دي چې د امریکا او طالبانو هوکړه تر ډېره د طالبانو په ګټه ده.

هغه څرګنده کړې ده:« د دغه قمار ګواښونه ډېر دي او د دغه معاملې لومړنۍ نښې د طالبانو بریدنو زیاتوالی او کابل کې د یوه بې نظم حکومت ښکارندويي کوي. د اندېښنې وړ موضوع د هوکړې په زړه کې د تناسب نشتوالی دی، داسې، څومره چې امریکا خپلې هوکړې عملي کړي په هماغه اندازه طالبان خپل فعالیتونه کموي.»

 د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ په دې اړه وايي:«تر مني پورې باید افغانستان کې خپل ځواکونه ۱۲۰۰ ته کم کړو. د ډېر کمښت لپاره پرېکړه نه ده شوې او ټول پړاونه شرایطو پورې تړاو لري. ناټو افغانستان کې اوږدمهاله سولې ته هوډمن دی.»

ډیویډ پټریوس همداراز وايي چې د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ تریخ رقابت له ننه د دولت سقوط ګواښ رامنځته کړی دی.

د غزني پخوانی والي، موسی خان اکبرزاده زیاتوي:«که دا سیاسي او ناورین هوار نشي، موږ د کرونا ناروغۍ پر وړاندې مبارزه نشو کولی او د افغانستان ستونزو سره به مبارزه سخته شي.»

په داسې کې چې پټریوس د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې په تړاو ناخوښ دی، خو چین بیا د افغانستان د سولې په تړاو خوښي ښیې.

کابل کې د چین سفیر، وانګ یوو وايي:«چین غواړي چې د افغانانو ترمنځ خبرو کې منځګړی او ملاتړ وي. موږ غواړو چې د افغانستان سوله کې ښه ونډه ولوبوو.»

خو بل خوا طالبانو دا پلاوی ټول شموله نه دی بللی او همداراز یې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې د ۵زرو طالبان بندیانو په خوشې کولو پورې تړلي دي.

د طالبانو د وخت لوی څارنوال، مولانا جلال الدین شینواری وايي:«اسلامي امارت غواړي چې د ورځې ۲۵۰ تر ۳۰۰ بندیان خوشې شي، خو د افغانستان دولت وايي چې ۱۰۰ بندیان خوشې شي.»

په همدې حال کې ځیني سرچینې وايي چې ښایې د پنج شنبې په ورځ ۱۰۰ طالب او ۲۰ هم د طالبانو سره په بند کې افغان سرتېري خوشې شي، خو طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي چې دا مبادله تر دوو ورځو پورې ځنډېدلې ده.

شریک یي کړئ