په چین کې نن(یکشنبې د غويي۲۴مه) د "یوې لارې، یو کمربند" ناستې پیل سره، د دې هېواد ولسمشر، شېجینګ پنګ د دې پروژې پر اقتصادي ارزښت ټینګار وکړ او هغه یې د نړۍ خلکو لپاره ګټوره وبلله.
په همدې حال کې د ژېنوا خبري آژانس د چینايي چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چې د "یوې لارې، یو کمربند" پروژه د نړۍ هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو په برخه کې ګټوره ده.
د چین ولسمشر په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د "یوې لارې، یو کمربند" پروژې خبره یاده کړه چې له مخې یې د ورېښمو لار یو ځل بیا رغول کېږي.
د چین دولت ټینګار کوي چې د دې لارې رغول د نړۍ سوداګرۍ په وده کې ښه اغېزه درلودی شي.
د چین ولسمشر، شېجینګپینګ څرګنده کړه:"د زرګونو کلونو لپاره د ورېښمو لاره د نړۍ سولې او همکاریو لامل وه، دا لاره کولی شي چې څو اړخیزه اړیکې پیاوړې کړي. د ورېښمو لاره د بشر لوی تمدن تاریخ دی."
د "یوې لارې، یو کمربند" په ناسته کې د روسیې په ګډون ۲۹ هېوادونو ګډون کړی دی.
ټاکل شوې ده چې ګډونکونکو هېوادونو مشران به د دې ناسته په څنډه کې بله ناسته هم ولري.
چینايي چارواکي وايي چې د "یوې لارې، یو کمربند" لارې جوړېدل کولی شي چې د اسیا، اروپا او افریقا پر اقتصادي حالت هم ښه اغېزه وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر، نواز شریف هم چې دې ناستې ته د ګډون په موخه تلی، تېره ورځ یې له خپل چینايي سیال سره د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت څو هوکړې وکړې.
د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې مخکې له دې دواړو هېوادونو ترمنځ د ۵۷ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې شوې وې.
د پاکستان او چین اقتصادي کږلیچ هوکړه د ریل ګاډو او برېښنا تولید په برخو کې دي.
د چین دولت ویلي دي چې دا هېواد "یوې لارې، یو کمربند" پروژې غړو هېوادونو سرخ په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ زیږیزو کلونو کې د ۳۰۴ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې کړې دي.
له بلې خوا د افغانستان مالیې وزیر، اکلیل حکیمي طلوعنیوز ته وویل چې دا لاره کولی شي چې د افغانستان او سیمې لپاره ځانګړی ارزښت ولري.
حکیمي زیاته کړې ده:"لارې، اورګاډې پټلۍ، برېښنا، ټرانسپورټ له خلکو سره د اړیکو په برخه کې د ترانزیت په برخه کې مرسته کولی شي. موږ هم خپله کړنلاره د دې لارې د طرحې له مخې تنظیم کړې ده."
د افغانستان د سوداګریو او صنایعو خونې هم "یوې لارې، یو کمربند" له پروژې هرکلی کړی دی.
د دې خونو رئیس، عبدالقادر رحمان ویلي وو چې د افغانستان حکومت له دې لارې د لازمې کار اخیستو په موخه لارې چارې لټولې دي، دا کار کولی شي د هېواد پر اقتصاد ښه اغېزه ولري.