د ملي امنیت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي، ډینګ شیجون د افغانستان د سولې بهیر څخه ملاتړ یو ځل بیا اعلان کړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي ډینګ شیجون په کابل کې د ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو له ترهګرۍ سره د مبارزې، د افغانستان د سولې د بهیر او په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو د همکاریو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د شانګهای د همکاریو د سازمان د راتلونکي غونډې او د دې غونډې په څنډه کې د ولسمشر غني او د چین د ولسمشر د لیدنې په اړه هم بحث وشو.
نوموړی همداراز د افغانستان د سولې د بهیر د بریالیتوب په برخه کې د سیمې د هېوادونو د همکاریو غوښتونکی هم شو.