افغانستان ته د امریکايي سرتېرو رالېږد خبر سره، اوسمهال امریکايي چارواکي څرګندوي چې د سرتېرو لېږد د افغانستان په اړه د امریکا تازه کړنلاره پورې تړاو نلري.
دا په داسې حال کې ده چې د دې هېواد چارواکو ویلي، ډېر ژر به د افغانستان په اړه د امریکا تازه کړنلاره اعلان شي.
د امریکایي رسنیو د رپوټونو پر بنسټ ښایي د امریکایي د سمندري ځواک لسګونه سرتېري هلمند ته ولایت ته واستول شي د دې لپاره چې سیمه ییزو ځواکونو سره همکاري وکړي.
د ویلو ده چې د امریکامتحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د دې هېواد دفاع وزیر، جیمز مټیز ته واک ورکړی تر څو د افغانستان په اړه پر کړنلارې کار وکړي.
د ټرمپ دوه سلاکاران په دې اړه له امریکايي چارواکو سره کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، رکس ټېلرسن ټینګار کوي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه داسې یوه لار لټوي چې جګړه پکې نه وي.
ریکس ټیلرسن دوشنبې( د زمري۱۶مه) ویلي دي، امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ نه غواړي په افغانستان کې حالات د پخواني ولسمشر، بارک اوباما د حکومت د دورې په څېر حالت وي.
امریکا اوسýمهال په افغانستان کې ۸۴۰۰ سرتېري لري چې افغان ځواکونو ته د سلا مشورې او روزنې ماموریت مخې ته وړي.