په ښوونځيو کې ټاکنو ته د نوم لیکنې د مرکزونو جوړولو د زدهکوونکو د کورنیو اندېښنې راولاړې کړې دي.
د زده کوونکو کورنۍ وایي، د ناامنۍ له کبله حاضر نه دي خپل اولادونه ښوونځیو ته واستوي.
په ورته وخت کې دشت برچي کې د شهید عبدالرحیم په نوم د لېسې مدیر غلام حیدر حسیني وایي دې ښوونځي کې د نوم لیکنې مرکزونو تر جوړېدو وروسته ۴۰ سلنه زده کوونکي ښوونځي ته ورتګ پرېښی دی.
ښاغلي حسني زیاته کړه:«همدا نن د ۱۰ تنو زدهکوونکو مور او پلار راغلي وو او له موږ څخه یې وغوښتل چې یا ښوونځی رخصت کړو او یا هم تر هغې همدا بهیر دوام لري هغوی ناسوبه نهشي.»
په دشت برچي کې د پېژندپاڼو د وېش په مرکز برید، د دغه ښوونځي د لیک لوست په بهیر هم اغېز کړی دی.
دغه ښوونځی د چاودنې ځای ته نېږدې وه او اوسمهال یې ټول زدهکوونکي په وېره ښوونځي ته راځي، خو له دې ډلې داسې ماشومان هم شته چې ښوونځی یې له ډاره پرېښی دی.
دغه ښوونځی د هلکانو او نجونو په ګډون ۱۶ زره زده کوونکي لري، خو څنګ ته یې د نوم لیکنې په مرکز له برید وروسته څلوېښت سلنه زده کوونکي کم شوي دي.
د شپږم ټولګي زدهکوونکی بهروز وايي:«هم موږ او هم زموږ کورنۍ اندېښنه لري چې زموږ په ښوونځي کې هم چاودنه ونه شي.»
اسدالله چې زوی او وراره يې ښوونځي ته ځي امنیتي ګواښونو او په ښوونځي کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې مرکز يي اندېښنې راپارولې.
هټیوال اسدالله په دې اړه زیاتوي:«زموږ د کورنۍ پنځه تنه غړي چې ښوونځي ته درومي، خو څو ورځې کېږي چې د ځانمرګي برید له وېرې ښوونځي ته نهځي.»
خو د کورنیو چارو وزارت چارواکي بیا په ښوونځيو کې د نوم لیکنې مرکزونو د امنیتي خونديتوب په اړه ډاډ ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه وویل:«پوهېږو چې په ښوونځيو کې د نوملیکنې د مرکزونو شتون یوه ستونزه ده، موږ هڅه کوو چې بدیل ځایونه پیدا کړو او د دغو ښوونځيو امنیت هم د امنیتي ځواکونو له خوا ټینګ شي.»
تېرو ۱۱ ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سیموکې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونه د چاودنو او یاهم نورو پېښو شاهدان وو.
خلک وايي، که د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونو امنیت خوندي نه شي، ټاکنو ته به د خلکو لېوالتیا کمه شي.