د کابل امنیتی چارواکي وايي، نن ماښام مهال د کابل ختیځ کې نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو پوځي روزنځي ته څېرمه موټر بم چاودنه وشوه.
د نهمې امنیتي حوزې مشر بسم الله تابان وايي، دغه برید د انجمن پوځي روزنیز مرکز ته څېرمه شوې، چې د څرخي پله پر سړک پروت دی.
پېښې ته څېرمه عیني شاهدان وايي، چې له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي، خو د کابل پولیس دا ردوي.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد وايي ځواکونه مو سیمې ته په رسېدو دي او په وینا يې د ډزو غږونه نه اورېدل کېږي.
تر اوسه عیني شاهدانو یوازې وزیر اکبر خان روغتون ته د اتو تنو ټپيانو د لېږد خبره کړې ده، خو عامې روغتيا چارواکو يې په اړه څه نه دي ویلي.
د برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.