د کابل ـ کندهار په لویه لار د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې ۴فغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دې نښته کې ۷ تنه طالب وسلهوال هم وژل شوي دي.
په زابل ولایت کې د اتل قول اردو د دویمې لو رئیس اارکان، ګدا محمد نن چهارشنبې( د چنګاښ۲۱مه) وایي چې طالبانو د امنیتي ځواکونو په پوستو او پر یوه پوځي کاروان برید وکړ چې نښته رامنځته شوه.
ده زیاته کړه چې یادې نښتې څو ساعتونو دوام وکړ.
د نوموړي په وینا، په دې نښتو کې یو سیمهییز پولیس، د ملي پولیسو یو سرتېری او د ملي پوځ دوه سرتېري وژل شوي دي.
د یادولو ده چې، په دې پيښه کې یوولس طالب جنګیالي ټپيان شوي هم دي.